اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي ??ي) پاكستان او سعودي عرب د معيشت، زراعت، كان كني او انفارمېشن ټيكنالوجي غوندې مهمو څانګو كښې مرستي زياتولو له د عزم پخلي كولو سيمي او اسلامي نړۍ لپاره يو سوكاله او امناكه سباؤن له په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړے۔د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د صدر مملكت آصف علي زرداري سره د سعودي د سرمايه كارۍ وزير خالد ب?? عبدالعزيز الفالح په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلي پلاوي د ملاقات په مهال ??كړ??۔ صدر مملكت د پلاوي هركلي كولو سره د پاكستان او سعودي عرب ت??مينځه پخوانۍ او د آزمائېلې شوي ملګرتيا ذكر ??كړ??۔ ده د ملګرتيا اړيكو په تل پاتي سټريټجكي او اقتصادي شراكت دارۍ بدلولو له د پاكستان د خواهش څرګندونه ??كړ?? او په دې خبره ئې زور راوړو چې دې ډول مرستي سره به دواړه هېوادونه نور هم يو بل ته نزدې شي۔ صدر مملكت د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود لپاره د پاكستان د زيات ا??تر??م او سعودي عرب سره د يووالي لپاره د پاكستان د غير متزلزل عزم پخلے ??كړ??۔ صدر مملكت د ولي عهد او سعودي عرب وزيراعظم محمد ب?? سلمان آل سعود د غوره قيادت هم ستائنه ??كړ??۔ده د وژن 2030 ترمخه د سعودي عرب د ذكر وړ پيش رفت او په هر مشكل وخت كښې د سعودي عرب د اړخه د پاكستان سره پرله پسې مرستې ستائنه هم ??كړ?? ۔ صدر مملكت ووئيل د سعودي عرب په پرمختګ او سوكالۍ ليدل خوشحالېږو۔ په دې موقع د سعودي د سرمايه كارۍ وزير خالد ب?? عبدالعزيز الفالح ووئيل سعودي عرب د پاكستان د تزويراتي جغرافيائي اهميت، قدرتي وسائلو او د تجديد وړ اوان صلاحيت مني۔ده ووئيل سعودي عرب د پاكستان انفراسټركچر او كان كني څانګو كښې د سرمايه كارۍ منصوبه لريي او په دې لړ كښې به زمونږ پلاوي بيلو څانګو كښې په 25 لوظنامو لاس ليك كوي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي مرسته وده اومومي۔ده هيله څرګنده كړه چې په لوظنامو د لاس ليك سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي مرستي يو نوے دور پيل شي۔دغسې ډلو د زراعت او انفارمېشن ټيكنالوجي په څانګو كښې د مرستي زياتولو په حاجت زور راوړو۔په دې موقع د پټروليم وزير سينيټر مصدق مسعود ملك، د تجارت وزير جام كمال خان، د نجكارۍ وزير عبدالعليم خان، د كورنيو چارو وزير سينيټر سيد محسن رضا نقوي، د مذهبي چارو وزير چوهدري سالك حسين او سينيټر سليم مانډوي والا نه علاوه د سعودي سفير نواف سعيد المالكي هم موجو وو۔
Nguồn bài viết : Bắn cá