اسلام آباد۔22 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي په اسلام آباد كښې د احتجاج مخنيوي په مهال به د ممكنه زيانونو ذمه وار هغه څوك وي كوم چې د اسلام آباد هائيكورټ د پرېكړې په ضد راځي ٬ په 24 نومبر په اسلام آباد كښې د احتجاج كولو كوم درخواست نه دې راكړے شوے٬ د عدالت په پرېكړه به 100 فيصد عمل باوري كولې شي۔ ده ووئيل د كے پي کے حك??مت دې دا اووائي چې د هغوي پام دې دغلته د ترهګرۍ ختمولو ته وي يا په اسلام آباد بريد لازمي دے؟ نن يو اړخ ته جنازې پورته كېږي او بل اړخ ته دوئي په اسلام آباد بريد كولو له چمتووالې نيسي۔ ده د جمعې په ورځ خبريالانو سره خبرې كولې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د احتجاج مخنيوي كولو له د هڅو په مهال به د ځاني زيان ذمه وار څوك وي؟ پوښتنې په ځواب كښې ووئيل هغه څوك چې د اسلام آباد هائي كورټ پرېكړې خلاف ورزي كولو سره راروان دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل بايد دكانونه بند نه كړې شي ٬ كاروبار بند نه كړے شي ٬ سړك بند نه كړے شي ٬ دغسې موبائل فون سروس بند نه كړې شي خو دا دې ووئيل شي چې بيا مونږ څه وكړؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د امن ذمه واري د صوبائي حك??مت ده۔ تېره ورځ دغې صوبې د ترهګرۍ مخنيوي له د اېف سي 15 پلاټون ته اړتيا لرله ٬ حال دا دے چې په اسلام آباد كښې هم د اېف سي ضرورت دے خو مونږ بياهم نفري هلته لېږلې ده۔ د صوبائي حك??مت مرسته كول زمونږ فرض دي خو صوبائي حك??مت دې هم دا اووائي چې د هغوي پام دې دغلته د ترهګرۍ ختمولو پلو وي يا په اسلام آباد بريد كول لازمي دے۔ ده ووئيل د وفاقي حك??مت كار يوازې مرسته كول دي٬ د 18 م بدلون څخه وروستو په صوبو كښې امن زمونږ ذمه واري نه ده پاتې شوې٬ هغوي چې د څه هم غوښتنه كوي هغه وركولې شي خو د امن لومړۍ ذمه واري د صوبائي حك??مت وي۔ ده ووئيل د 40 جنازو پورته كېدو وروستو دغلته ناست كسان بايد سوچ وكړي چې هغوي له به څه ته خپل پام ګرځول وي۔ ده ووئيل څوك هم چې د دفعه 144 خلاف ورزي كوي په ضد به يۍ كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم چې زمونږ څه ډول لارښودنه كوي هم هغسې به كوؤ۔ ده ووئيل پي ټي آئي د اېس سي او كنفرنس خيال ونه ساتلو٬ اوس د بېلا روس پلاوې راروان دے ٬ امريكا او د سعودي عربستان نومونه اخلئ ٬ د امريكې په اړه هم خبرې كوئ٬ تاسو په يو كال كښې دومره يوټرن څنګه اخلئ۔ ده ووئيل تاسو بايد خپل غږ په اړوند فورم پورته كړئ۔ د 24 نومبر پرلت 10 ورځو لپاره د منسوخ كولو كومه خبره نه ده شوې٬ نه مذاكراتو ته اړتيا شته او نه بايد وكړے شي۔ ده ووئيل يوازې په سمه طريقه دې خبرې وكړې شي ٬ يو اړخ ته پرلت او بل اړخ ته خبرې اترې داسې نه شي كېدې ۔
Nguồn bài viết : BNG Điện Tử